د پنټاګونو چارواکي:

د افغان جګړې په اړه ولس ته دروغ نه دی ویل شوي

30 قوس 1398 ساعت 8:31

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د پوځ مشر جنرال مارک میلي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګڼې د امریکا حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته دروغ ویلي.


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د پوځ مشر جنرال مارک میلي هغه ادعاوې رد کړې، چې ګڼې د امریکا حکومتونو د افغان جګړې په اړه خپلو خلکو ته دروغ ویلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې واشنګټن پوست ورځپاڼې څو ورځې مخکې ځینې محرم اسناد خپاره او ادعا یې وکړ، چې د امریکا حکومت د افغان ۱۸ کلنې جګړې په اړه خپل ولس ته دروغ ویلي.

دغه ورځپاڼې ویلي و په دغه جګړه کې میلیاردونه ډالر لګول شوي او بې ګناه خلک په کې وژل شوي، خو لوړ پوړو چارواکو په دې اړه خلکو ته حقیقت له خپل ولس څخه پټ ساتل و.

تر دغه ادعا وروسته ځینو امریکايي سناتورانو او شنوونکو و و یل، چې د امریکا حکومت باید په دې اړه خپل ولس ته ځواب و وايي، او دروغ ویوونکي په ګوته کړي.

خو د امریکا دفاع وزیر او د پوځ مشر پرون جمعه دغه ادعاوې رد کړې ویلي یې دي د افغان جګړې په اړه هېڅ کله هم په لوی لاس د امریکا خلکو ته دروغ نه دي ویل شوي.

د دفاع وزیر مارک اسپېر وايي، امریکایي حکومتونو د افغان جګړې په اړه له پیله روڼوالی ساتلی او په دې موده کې ګڼ خبریالان،‌ د کانګرس غړي او نور څارونکي افغانستان ته تللي‌ او وضعیت یې په خپلو سترګو لیدلی.

په ورته وخت کې جنرال مایک میلي هم په دې خبري ناسته کې هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې د امریکایي‌ پوځیانو د سر قربانۍ بېځایه وې.

هغه زیاته کړې«نه، زما په باور داسې څه نه دي‌ شوي.‌ زه پخپله هلته (افغانستان کې) پاتې شوی یم. که داسې کومه خبره وای نو ما به په هنداره کې ځان ته نشوای کتلای. د هېچا ژوند بېځایه نه دی ضایع شوی.»

په هغو اسنادو کې چې واشنګټن پوسټ ورځپانې لس ورځې وړاندې خپاره کړي وو، د جګپوړو امریکایي پوځي او سیاسي چارواکو په ګډون له څارونکو،‌ د کانګرس له غړو او همدا راز له یو شمېر افغان چارواکو سره مرکې شوې وې.‌

په دې اسنادو کې ادعا شوې چې د امریکا پوځي او سیاسي‌ مشران له پیله د افغان جګړې په څرنګوالي نه پوهېدل او پر خپلو ناکامیو او تېروتنو یې پرده اچوله.‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123307

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123307/

جمهور
  https://www.jomhornews.com