غزني کې د پاکستانۍ کلدارې په کارونې بندیز ولګېده

30 قوس 1398 ساعت 9:12

د غزني د والي مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې سر له نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مې په دغه ولایت کې په پاکستانۍ کلداره پېر او پلور په مطلق ډول بند دی.


د غزني د والي مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې  سر له نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مې په دغه ولایت کې په پاکستانۍ کلداره پېر او پلور په مطلق ډول بند دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له دغه مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دې امره سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

په اعلامیه کې ویل شوي، هېڅ یو صراف نه شي کولی، کلداره د باز له نرخ څخه ارزانه په افغانۍ بدله کړي او که چا دا کار وکړ، جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دې امر ته په کتو هېڅ کس هغه که نظامي وي او یا د څار او ازونې  کمېټې  غړی، حق نه لري، چې  له هټۍ والو، سوداګریزه مرکزونو و یا له خلکو سره شته کلدارې له هغوی واخلي، بلکې هغه کسان چې راکه ورکړه په کلدارو کوي، باید نغدي جرمه کړي او کار ځای یې ور وتړي.

د غزني د والي دفتر ټینګار کړي، چې له خلکو سره د کلدارو شتون ستونزه نه ده، بلکې که چې غواړي پېر او پلور وکړي، باید لومړی پیسې په صرافۍ کې په افغانیو بدلې او وروسته په افغانیو خپل کار مخ ته ویسي.

په غزني کې د کلدراې په راکړه ورکړه پر داسې مهال بندیز لګول کېږي، چې په ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست کې هم د کلدراۍ نه کارولو کمپاین پیل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 123312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com