راپورونه وايي، د امریکا کانګرس په پام کې لري، چې د افغان سولې د مذاکراتو د لوجستیکي لګښتونو او طالب مشرانو د سفرونو لپاره ۱۵ میلیون ډالرو د لګولو منظوري ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پيسې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون ته ورکول کېږي او د هغو له لارې به مصرفېږي.
د سي کیو د راپور له مخې پنټاګون د دغو لوجیستیکي مصارفو لپاره د روان کال په می میاشت کې کانګرس ته وړاندیز استولی و چې ورته یې منظور کړي، تر څو د سولې پروسې په برخه کې د طالب مشرانو د سفرونو، اوسېدنې، خوراک، څښاک، اړیکو او نورو اړتیاو لپاره ترې استفاده وشي.
کانګرس غړو ټینګار کړی، چې له دغه پیسو څخه د طالبانو شخصي جېب ته ګټه ونه رسېږي، خو پنټاګون وايي امکان شته، چې له دې پیسو څه ناڅه طالبانو سره هم مرسته وشي.
د امریکا د مسوولو ادارو دلیل دا دی چې دوی په دې سره تروریستي ډلې ته امکانات نه برابروي، بلکې د اتلس کلن کشمکش وروسته د طالبانو لخوا د ضمانتونو د ورکولو او د ټولو لوریو راټولولو یوه کمه بیه ورکوي.
خو په کانګرس کې ځینې غړو بیا وايي، دا ډېره عجیبه ده چې کومې ډلې سلګونه امریکایان وژلي دي، اوس د هغوی مصارف په غاړه واخیستل شي.
د یادونې ده، چې د پیسو دا منظوري له سنا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم لاسلیک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل