د افغانستان زعفران بیا په نړۍ کې اول شول

30 قوس 1398 ساعت 10:21

د افغانستان زعفران د اتم ځل لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو غوره او باکیفیته زعفران وپېژدندل شول او لومړی مقام یې خپل کړ.


د افغانستان زعفران د اتم ځل لپاره د نړۍ په کچه تر ټولو غوره او باکیفیته زعفران وپېژدندل شول او لومړی مقام یې خپل کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د زعفران کارانو اتحادیې رئیس بشیر احمد رشیدي وايي، د افغانستان زعفران په بلجیم کې د ذایقې د انستیتوت تر ارزونو وروسته د کیفیت له پلوه د ټولې نړۍ په کچه لومړی درجه اعلان شول.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دا مهاله د افغانستان د زعفرانو د کیفیت د ښه والي لپاره ډېر زیات فعالیتونه شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې ۴۳۰ ټنه زعفران تولیدېږي چې ۸ اعشاریه ۱۵ ټنه په کې د افغانستان تولیدات دي.

دا مهال د افغانستان یو کيلو ګرام زعفران په کورنیو بازارونو کې ۹۰ زره افغانۍ او له هېواده بهر په ۱۴۰۰ ډالر پلورل کېږي او دغه بویت په افغانستان کې ورو- ورو د کوکنارو د بدیل ځای نیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123318

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123318/

جمهور
  https://www.jomhornews.com