کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د وسله والو غلو د لس کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حرفوي غلو یو مشر له ۸ تنو سره یو ځای د کابل ښار د ۱۹ مې ناحیې اړوند سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه غلو د ګازو ډک ټانکر موټر غلا کړی و، چې له موټر سره یو ځای نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، غلو دغه له ګازو ډک موټر څه موده وړاندې د کابل- وردګو په لویه لار پټ کړی او غوښتل یې کابل کې یې وپلوري، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.
په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې هم د غلو یو مشر نیولی دی.
خبرپاڼه وايي، دغه کس په ۲۰۱۶ کال کې یو کرولا موتر غلا کړی و، چې بېرته ترې د کابل ښار په ۱۷ مه ناحیه کې ونیول شو او خپل اصلي څښتن ته وسپارل شو.
جمهورخبري آژانس:کابل