د ټاکنو کمېسیون نن د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه تصمیم نیسي

30 قوس 1398 ساعت 10:57

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون مشرتابه به نن د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه تصمیم ونیسي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون مشرتابه به نن د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه تصمیم ونیسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کمېسیون زیاتوي، چې په پاتې ۷ ولایتونو کې هم د بیا رای شمېرنې پروسه بشپړه شوې او اوس یې مزکز د جمع بندۍ کار روان دی.

د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې نن د ورځې تر پای پورې به په مرکز کې د ۷ ولایتونو د رایو د جمع بندۍ پروسه بشپړه شي.

نوموړي زیاته کړه، دوی هڅه کوي، چې د نن ورځې تر پای پورې د دغه جمع بندۍ پایله د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په موخه د کمېسیون مشرتابه ته وسپاري.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د پنځو ولایتونو د رایو د جمع بندۍ پروسه بشپړه شوې او د دوه ولایتونو نن هم جریان لري.

دی وایي، کله چې د دوه ولایتونو د جمع بندۍ پایلې هم بشپړې شي، نو د دارالانشا له خوا به د کمېسیون مشرتابه ته ولېږل او هغوی به د پایلو د اعلان په اړه تصمیم ونیسي.

د ټاکنو کمېسیون دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې  د ثبات او همپالنې ټیم یو ځل بیا په ۲۷ولایتونو کې د بیا رای شمېرنې د تر سره کولو غوښتنه کړې، ځکه په وینا یې په تېره پروسه کې د دوی ناظرینونو ګډون نه درلوده.

خو د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایي، دا د دوی ستونزو نه ده، بلکې کمېسیون د ۲۷ولایتونو په بیا رای شمېرنه کې ټولو ناظرینونو ته د ګډون بلنه ورکړې  وه.

د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي ټینګار وکړ، چې د ۲۷ولایتونو بیا رای شمېرنه په قانوني ډول بشپړه شوې او بیا شمېرنې ته یې اړتیا او مجال نشته.

په ورته وخت کې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون ویلي، چې ځینو کسانو د خلکو برخلیک په خپل لاس کې او هڅه کوي، د درغلیو په بې بنسټه ادعا سره خپله ماته پټه او ټاکنې بدنامه کړي.

دانش د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی، چې ژر تر ژره د ولسشمرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 


د مطلب کود: 123324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com