پخواني طالب چارواکي:

ښايي راتلونکې اوونۍ ۱۰ ورځنۍ عمومي اوربند او سولې تړون وشي

30 قوس 1398 ساعت 14:25

دوه پخواني طالب چارواکي وايي، کېدای شي راتلونکې اوونۍ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک او ورسره سم ۱۰ ورځنۍ عمومي اوربند اعلان شي.


دوه پخواني طالب چارواکي وايي، کېدای شي راتلونکې اوونۍ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک او ورسره سم ۱۰ ورځنۍ عمومي اوربند اعلان شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي پلاوی او طالب استازو وړمه مکمله اوونۍ قطر کې د افغان سولې پر سره خبرې سره وکړې او له هغې وروسته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد لومړۍ اسلام آباد او وروسته کابل ته سفر وکړ او تېره اوونۍ بېرته قطر ته ولاړ.

د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه او بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې وروسته خلیلزاد په  یوه ټوېټ کې ویلي و، چې پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو او بین الاافغاني مذاکراتو په هڅو کې د اسانتیاو برابرولو ژمنه ورکړې ده.

له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو او سیاسیونو سره هم تر لیدنې وروسته خلیلزاد قطر ته د روانېدو پرمهال په یوه لنډ ټوېټ کې و ویل، چې د سولې پروسه مهم پړاو ته د ننه شوې له افغان چارواکو سره یې سلا مشورې ګټورې.

که څه هم خلیلزاد له افغان چارواکو سره د خبرو په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو په ورته وخت کې ارګ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ولسمشر غني له خلیلزاد سره په اوربند، بین الاافغاني خبرو او په بهر کې د طالبانو د پټنځایونو پر شتون مفصلې خبرې وکړې.

خلیلزاد د تېرې پنشنبې په ورځ بېرته قطر ته ولاړ خو تر اوسه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د لنډې مودې لپاره د سولې ځنډول شوې خبرې لا نه دي پیل شوي.

خو پخواني طالب چارواکي وايي، طالبان او امریکا د سولې تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي او ښايي راتلونکې اوونۍ تړون لاسلیک او عمومي لس ورځنۍ اوربند وشي.

پخواني طالب چارواکي سید آکبر آغا نن شنبې د لیندۍ ۳۰ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل، تر اوسه معلومه نه ده، چې د سولې ځنډول شوې خبرې به کله پیل شي، خو په وینا یې دا ځل که پیل کېدې نو د تړون په لاسلیک به پیلېږي.

په ورته وخت کې بل پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین هم جمهور آژانس ته و ویل، چې د امریکا او افغان حکومت په غوښتنه طالب مشران د لس ورځني اوربند په اړه په سلا مشورو بوخت دي.

خو سید آکبر آغا بیا زیاته کړه، چې د لس ورځني اوربند په سر د طالب مشرانو سلا مشورې پای ته رسېدلي او طالبان او امریکا د تړون لاسلیک ته نېږدې شوي دي.

هغه و ویل«د اوربند په اړه سلامشورې پای ته رسېد، احتمال لري په راتلونکۍ اوونۍ کې لس ورځنۍ عمومي اوربند د سولې تړون له لاسلیک سره سم اعلان شي.»

مولوي قلم الدین هم د سیدآکبر آغا خبره تایید کړه او ویې ویل، چې ښايي لس ورځنۍ عمومي اوربند د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون په لاسلیک سره په هېواد کې اعلان شي.

دغه پخواني طالب چارواکي یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر سهیل شاهین پرون په یوه ټوېټ کې یوازې دا ویلي، چې بین الاافغاني خبرې به هغه مهال کېږي، چې امریکا د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک کړي.

خو د لس ورځني اوربند موضوع ته یې اشاره نه ده کړې.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 123336

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123336/

جمهور
  https://www.jomhornews.com