طالبانو د قطر دفتر ته د امریکا د کانګرس له خوا د پیسو ورکړې خبره رد کړه

1 جدی 1398 ساعت 8:07

طالبانو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګنې، د امریکا کانګرس د دغه هیواد دفاع وزارت ته اجازه ورکړې ده چې سږ کال طالبانو سره د خبرو لوژستیکي ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ولګوي.


طالبانو هغه راپورونه رد کړي دي چې ګنې، د امریکا کانګرس د دغه هیواد دفاع وزارت ته اجازه ورکړې ده چې سږ کال طالبانو سره د خبرو لوژستیکي ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونه ډالر ولګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې  پرون داسې راپورونه خپاره شول، چې ګنې د امریکا کانګرس په پام کې لري، د افغان سولې د مذاکراتو د لوجستیکي لګښتونو او طالب مشرانو د سفرونو لپاره ۱۵ میلیون ډالرو د لګولو منظوري ورکړي.

د سي کیو د راپور له مخې پنټاګون د دغو لوجیستیکي مصارفو لپاره د روان کال په می میاشت کې کانګرس ته وړاندیز استولی و چې ورته یې منظور کړي، تر څو د سولې پروسې په برخه کې د طالب مشرانو د سفرونو، اوسېدنې، خوراک، څښاک، اړیکو او نورو اړتیاو لپاره ترې استفاده وشي.

کانګرس غړو ټینګار کړی، چې له دغه پیسو څخه د طالبانو شخصي جېب ته ګټه ونه رسېږي، خو پنټاګون وايي امکان شته، چې له دې پیسو څه ناڅه طالبانو سره هم مرسته وشي.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دغه راپورونه په کلکه رد کړي دي.

شاهین پر خپل ټویټر لیکلي«د ځینو رسنیو دا خبر چې د امریکې کانګرس د اسلامي امارت د مرکچیانو د لوژستیکي لګښتونو لپاره بودجه منظور کړې ده حقیقت نلري.»

د هغه په وینا که امریکا د خپل ټیم د مصارفو لپاره داسې کوم څه کړي وي، هغه د امریکا خپل کار دی په طالبانو پورې اړه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123346

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123346/

جمهور
  https://www.jomhornews.com