جنوبي کوریا کې اورلګېدنې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1 جدی 1398 ساعت 8:47

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د جنوبي کوریا چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اورلګېدنه نن سهار وختي د جنوبي کوریا د ګوانګجو ښار په جنوب کې په یوه هوټل کې رامنځ ته شوې.

چارواکي وايي، د اورلګېدنې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، سیمې  ته په وخت د اور وژنې  امله رسېدلې او په ۳۰ دقیقو کې یې لګېدلی اور کابو کړی دی.

ویل کېږي پولیسو یو ۳۹ کلن کس د اورلګېدنې په تړاو نیولی او ټپیان روغتون ته وړل  شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123349

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123349/

جمهور
  https://www.jomhornews.com