ننګرهار کې ۱۰ زره ټنه سټروس او هلمند کې ۱۵مترک ټنه سویابین تولید شوي

1 جدی 1398 ساعت 9:07

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې سږ کال کابو ۱۰ زره ټنه سټروس او په هلمند ولایت کې بیا ۱۵ مترک ټنه سویابین تولید شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې سږ کال کابو ۱۰ زره ټنه سټروس او په هلمند ولایت کې بیا ۱۵ مترک ټنه سویابین تولید شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کرنې ریاست وايي، يوازې د ننګرهار په نوي فارم کې د سټروسو ٦٦ ډولونه شته، چې سږکال يې حاصلات ډېر ښه و.

د ننګرهار د والي ویاند شاه محمود میاخېل وايي، سږ کال نېږدې ۱۰ زره ټنه سټروس تولید او بازار ته وړاندې شوي دي.

نوموړي ویلي، تمه لري، چې دغه تولید نور هم زیات او افغانستان د سټروسو له پلوه په ځان بسیا او وروسته یې نورو هېوادونو ته صادر کړي.

په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وايي، یاد ریاست او د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI»  په همکارۍ، د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالۍ پر ځینو بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلي وو.

د سرچینې په وینا، د یادو سیمو په شاوخوا ۳۵۰ جریبه ځمکه کې سویابین کرل شوي وو چې دا مهال یې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پای ته رسېدلی او له دغو کروندو ۱۵ مټریک ټنه سویابین راټول شوي دي.

د هلمند د کرنې ریاست زیاتوي، چې دوی تر دې وړاندې هم په دغه ولایت کې په ۵۵۰ جریبه ځمکه سویابین کرلي وو، چې بزګرو ورڅخه د قناعت وړ حاصلات تر لاسه کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123353

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123353/

جمهور
  https://www.jomhornews.com