حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی له ګوانتانامو زندان راخلاص شو

1 جدی 1398 ساعت 10:01

د افغان حکومت په هڅو د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی مولوي حمدالله تره خېل د ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شوی دی.


د افغان حکومت په هڅو د حزب اسلامي یو لوړ پوړی غړی مولوي حمدالله تره خېل د ګوانتانامو زندان څخه راخلاص شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي مولوي حمدالله ترخېل ۱۷ کاله د ګوانتانامو په زندان کې بندي و او پنځه ورځې مخکې راخوشی شوی دی.

د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار ضیاالحق امرخېل پر خپل ټوېټر لیکلي، مولوي تره خېل د افغان حکومت په هلو ځلو د ګوانټانامو زندان څخه خوشي شو.

هغه زیاته کړې« مولوي حمدالله د ارواښاد شیخ الحدیث مولوي تره خیل صیب زوی چې د یوې روحاني او متدینې کورنۍ پورې اړه لري د څه کم 17 کلونو زندان وروسته د حکومت په هلو ځلو د ګوانتانامو له زندان څخه خوشی او د هغوي کورنۍ غړو ته مو کابل وسپاره. زه مولوي صیب حمدالله ته د راتلوونکي خوشحاله ژوند هیله کوم.»

په ورته وخت کې د حزب اسلامي د مطبوعاتي برخې مسوول فضل غني حقمل هم د مولوي حمدالله تره خېل د خوشي کېدو پخلی کړی دی.

نوموړی وايي، امریکا نوموړی پنځه ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو ته سپارلی و او تېره ورځ په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

د یادونې ده، چې  مولوي حمدالله تره خېل د مولوي تره خېل زوی د کابل ولایت د تره خېل سیمې اصلي اوسېدونکی دی.

فضل غني حقمل وايي، هغه د ځینو فعالیتونو له امله د امریکا لخوا نیول شوی و او ۱۸ کاله یې  ګوانتانامو زندان کې  تېر کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123357

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123357/

جمهور
  https://www.jomhornews.com