د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان شوې، محمد اشرف غني مخکښ دی

1 جدی 1398 ساعت 10:52

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن یکشنبې د مرغومي اوله په ټاکنو کمېسیون کې د یوې   ناستې پر مهال د میران د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې.

نوموړې و ویل، چې د کارول شویو رایو څخه محمد اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې، چې د ټولو رایو پنځوس اعشاریه څلورشپېته سلنه رایې وړې دي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ۷۲۰ زره او ۹۹ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي.

د نورستاني په خبره ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۳ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه جوړوي.

د ټاکنو کمېسیون د مشرې په وینا بل نوماند رحمت الله نبیل بیا ۳۳ زره ۹ سوه ۲۱ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۱،۸۶ سلنه جوړوي.

دغه راز فرامرز تمنا، ۱۸۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰،۹ سلنه جوړوي.
سید نورالله جلیلي بیا ۱۵۵۲۶ رایې وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۵ سلنه جوړوي.
عبدالطیف پدرام ۱۲ زره ۶۰۸ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۹ سلنه جوړوي.
عنایت الله حفیظ ۱۱ زره ۳۷۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۸۲ سلنه جوړوي.
حکیم تورسن ۶ زره ۶۶۰ رایې  وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۳۶ سلنه جوړوي.
احمد ولي مسعود ۳۳۴۲ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۰.۲۲ سلنه جوړوي.
شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې  وړې، چې  د ټولو رایو ۰.۱۸ سلنه جوړوي.
او غلام فاروق نجراب بیا ۱۶۶۶ رایې  وړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې ټولې یو میلیون ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې  بایومتریک شوې دي.

نوموړې زیاته کړه، چې نوماندان تر دریو ورځو پورې وخت تر چې خپل شکایتونه د ټاکنو کمېسیون د اعلان شویو پایلو په تړاو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 123360

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/123360/

جمهور
  http://jomhornews.com