چین: د افغان سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو

2 جدی 1398 ساعت 8:25

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لوي ژویې وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن او چمتو دی.


د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لوي ژویې وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې لپاره هر ډول همکارۍ ته ژمن او چمتو دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ژویې دغه څرګندونې د امریکايي متخصیصینو سره په کتنه کې  کړې او ټینګار یې کړي، چین د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دی.

خو په وینا یې په دې برخه کې د سیمې د نورو هېوادونو همکارۍ هم اړینې دي، چې باید همکاري وکړي تر چې افغان جګړه د خبرو له لارې حل او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.

چین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې وه د سولې بین الافغاني غونډه په دغه هېواد کې ترسره شي خو ویل کېږي چې په افغان حکومت کې د اختلاف له امله دغه غونډه ځنډول شوې ده.

خو څو ورځې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، چې هېواد یې د بین الاافغاني ناستې جوړولو لپاره کار کوي او ډېر ژر به دغه غونډه جوړه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com