د ډاکترانو د ټولنې ګواښ:

که مو تښتول شوی ډاکتر راخوشی نه شي پراخ لاریونونه به وکړ

2 جدی 1398 ساعت 8:37

د ډاکترانو ټولنه او انداراګاندي روغتون ډاکترانو ګواښ کړی، چې که د دوی د رغتون یو تښتول شوی ډاکتر ژر تر ژره راخوشی نه شي، پراخ لاریونونه به وکړي.


د ډاکترانو ټولنه او انداراګاندي روغتون ډاکترانو ګواښ کړی، چې که د دوی د رغتون یو تښتول شوی ډاکتر ژر تر ژره راخوشی نه شي، پراخ لاریونونه به وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ناپېژانده وسله والو کسانو د اندراګاندي روغتون یو ډاکتر پروفیسیر غلام مصطفی زمری د تېرې شنبې په شپه تښتولی دی.

سرچینې وايي، وسله والو کسانو یاد ډاکتر د کابل ښار د تایمني سیمې له څلورم سړک څخه تښتولی خو معلومه نه ده، چې د پیسو لپاره تښتول شوی که څنګه.

د ډاکترانو ټولنې او انداراګاندي روغتون ډاکترانو د خپل یوه ډاکتر د تښتول کېدو په پېښه اندېښنه ښودلې او په حکومت یې کلکې نیوکې کړې، چې  ګڼې د دوی امنیت ته جدي پاملرنه نه کوي.

د اندراګاندي روغتون ډاکتر وايي، دوی داسې  فکر نه کوي، چې ګڼې  حکومت لري، ځکه په وینا یې که حکومت وايي نو د ډاکترو امنیت ته به پام لرنه کړې وای او په وار وار به دغه ډول پېښې نه تکرارېدې.

په ورته وخت کې د ډاکټرانو ټولنې له حکومته غوښتنه کړې ده چې د ناپېژانده کسانو له خوا په کابل کې د ماشومانو د اندراګاندي روغتون د ډاکتر، پروفیسور غلام مصطفی زمري د راخوشي کولو لپاره اړینې هلې ځلې وکړي.

دوی ټینګار کړی دی چې که چېرته حکومت تر راتلونکو اتو ساعتونو پورې په دې اړه اړین اقدامات ونه کړي نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز وايي، تر کومه چې ده ته معلومات دي امنیتي ځواکونو د دغه ډاکتر خوشي کېدو لپاره هلې ځلې پیل کړې او ډېر ژر به یې  د تښتوونکو له منګولو وژغوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123386

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123386/

جمهور
  https://www.jomhornews.com