الېس ویلز:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په مسلکي او شفاف ډول قضاوت وکړي

2 جدی 1398 ساعت 8:54

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ کړي، چې په مسلکي او شفاف ډول قضاوت وکړي.


د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ کړي، چې په مسلکي او شفاف ډول قضاوت وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویلز دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون یکشنبې  د مرغومي اوله د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو کمېسیون د اعلان شویو پایلو له مخې ولسمشر غني تر ټولو مخکښ او ۵۰.۶۴ سلنه رایې وړې او بریالی اعلان شو.

په دوهم قدم کې د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله دی، چې ۳۹.۵۲ سلنه رایې وړې، خو نوموړی یې نه مني وايي، په ټاکنو کې  پراخه درغلي شوې ده.

عبدالله په یوه خبري کنفرانس کې  و ویل تمه لري، چې د شکایتونو کمېسیون به پاکې او ناپاکې رای سره بېلې او د درغلیو مخه به ونیسي.

د ټاکنو پایلو ته په غبرګون کې  امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون​ غوښتي چې د شکایتونو په اړه په مسلکي او شفافه توګه قضاوت وکړي.

د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز په یوه ټوېټ کې ویلي امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان هرکلی کوي او د ټاکنو له کمېسیون هم مننه کوي چې له ننګونکو شرایطو سره یې کار وکړ.

هغې ویلي چې د افغانستان د ټاکنیزو له شکایتونو خپلواک کمېسیون غواړو څو د شکایتونو په اړه په مسلکي او شفافه توګه قضاوت وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123387

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123387/

جمهور
  https://www.jomhornews.com