لوګر کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه برید شوی

2 جدی 1398 ساعت 9:18

ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه هوايي برید کړی او ۷ تنه یې ترې وژلي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک لوګر ولایت کې  د وسله والو طالبانو په یوه غونډه هوايي برید کړی او ۷ تنه یې ترې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د لوګر په محمد آغې  ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه غونډه برید کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې  ۷ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل خوا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې  هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸ طالبان وژل  شوي او دوه نور ټپیان  شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې  د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له منځه وړل شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com