پخوانی طالب چارواکی:

د اوربند پر سر اختلاف د سولې تړون د لاسلیک اصلي خنډ دی

2 جدی 1398 ساعت 10:00

ځینې سرچینې وايي، داسې ښکاري، چې د امریکا او وسله والو طالبانو د سولې خبرې نور پای ته رسېدلې او تر منځ یې شته بې باوري د اوربند او د تړون د لاسلیک پر وړاندې ستر خنډ دی.


ځینې سرچینې وايي، داسې ښکاري، چې  د امریکا او وسله والو طالبانو د سولې خبرې نور پای ته رسېدلې او تر منځ یې شته بې باوري د اوربند او د تړون د لاسلیک پر وړاندې ستر خنډ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي امریکايي لوری لومړۍ ۱۰ ورځنۍ اوربند، وروسته د تړون لاسلیک او بیا دایمي اوربند غواړي، خو طالب لوری بیا لومړی د تړون پر لاسلیک او وروسته د اوربند په کولو ټينګار کوي.

که څه هم امریکايي او طالب لورو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او دا هم نه ده، معلومه چې د سولې پر سر یې خبرې پای ته رسېدلې او که به بیا هم پیل شي.

خو پخوانی طالب چارواکی قاضي جلالدین شینواری وايي، د اوربند پر سره د دواړو لورو ترمنځ اختلاف د سولې د تړون د لاسلیک مانع دی.

ښاغلي شینواري نن دوشنبې د مرغومي ۲مه جمهور خبري آژانس ته وویل«امریکايي لوری د تړون له لاسلیک وړاندې  ۱۰ ورځنۍ عمومي اوربند غواړي، خو طالبانو د هغوی دا وړاندیز یو رشخند او مسخره بللې ټینګار کوي، چې لس ورځنۍ اوربند موږ سولې ته نه شي رسولی.»

خو په وینا یې له دې سره سره طالبانو د ښه نیت ښودلو په موخه د لس ورځیني اوربند پر سر له خپلو مشرانو سره د سلا مشورو په موخه پاکستان ته تللي، خو دا چې  لس ورځنۍ اوربند به قبول کړي که نه معلومه نه ده.

د هغه په وینا طالبان د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته د عمومي او دایمي اوربند غوښتونکي دي، خو امریکايي لوري ټینګار کوي، چې تر تړون وړاندې باید لومړی لس ورځنۍ اوربند اعلان کړي.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال جلال الدین شینواري زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون پر سر یو بل اختلاف د امریکايي لوري په خبرو کې  د ثبات نه شتون او دوه مخي توب دی.

نوموړي وايي، د سولې په تړون کې راغلي، چې د دغه تړون له لاسلیک وروسته به یو امریکايي سرتېری هم په افغانستان کې نه پاتې کېږي، خو اوس امریکا ټینګار لري، چې دوی له تړون وروسته هم څلور زره سرتېري په افغانستان کې ساتي.

خو په ورته وخت کې ځینې تحلیلونه دا دي، چې دواړه لوري د یو بل د ازمویلو او خپلو کړو ژمنو د ژمنتیا معلومولو په هڅه کې  دي.

ویل کېږي امریکایي لوری هڅه کوي، لومړی په طالبانو لس ورځنۍ اوربند وکړي، وروسته ورسره د سولې تړون لاسلیک کړي او بیا دایمي اوربند وکړي، خو طالب لوری هڅه کوي، چې لومړی په امریکا تړون لاسلیک کړي او وروسته اوربند ورسره اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 123393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com