ملي امنیت شورا د لویو لارو په امنیت خبرې کړې دي

2 جدی 1398 ساعت 10:47

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتي بنسټونو لوړ پوړو چارواکو سره د لویو لارو په امنیت خبرې اترې کړې دي.


د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتي بنسټونو لوړ پوړو چارواکو سره د لویو لارو په امنیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نه خپاره شوي، معلومات وايي، په دغه ناسته کې د هېواد عمومي امنیت او په ځانګړي ډول د لویو لارو امنیت وارزول شو.

په دغه ناسته کې امنیتي چارواکو ویلي، د یو لړ اندېښنو په موجودیت سره د لویو لارو په تېره بیا شمال سره تړلې لارې په ارتباط اقدامات شوي، چې د دښمن د تحرکاتو مخه په کې ونیول شي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امنیتي بنسټونو چارواکو ته ټینګار کړي، چې باید د افغانستان د لویو لارو امنیت ته پام وشي او پرېنښودل شي چې په لاره تېرېدونکو خلکو ته ستونزې پیدا شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123400

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123400/

جمهور
  https://www.jomhornews.com