یو وکیل، پي پي اس ماته سپکاوی کړی\ رحماني، په یوه زنګ ارګ ته مځی چې نه سپکېږۍ

2 جدی 1398 ساعت 13:57

د ولسي جرګې یو استازی وايي، ارګ ته د ولسمشر غني له خوا جوړې شوې غونډې ته ورغلی و، خو د ارګ د ساتونکو (پي پي اېس) ورته سپکاوی کړی دي.


د ولسي جرګې یو استازی وايي، ارګ ته د ولسمشر غني له خوا جوړې شوې غونډې ته ورغلی و، خو د ارګ د ساتونکو (پي پي اېس) ورته سپکاوی کړی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جرګه کې د فراه استازي همایون شهیدزاده نن دوشنبې د مرغومي ۲ مه عمومي غونډه کې و ویل، چې پرون د ارګ ساتونکو ورسره د سپکاوی ډک چلند کړی او په همدې خاطر له دغه سره یو ځای ۲۵ وکیلانو د اعتراض په ډول ارګ ته له ورتګ څخه بېرته راوګرځېدل.

دی وايي، چې د دوی له څنګه وزیران په ځانګړو تشریفاتو ارګ ته ننوتل، خو د ارګ ساتونکو ورتلونکي وکیلان یوې خوا ته درول، په داسې  حال کې، چې  د قانون له مخې د وکیل مقام تر وزیر پورته دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د ارګ ساتونکو د ده په ګډون ۲۵ وکیلان یوې خوا ته ودرول، چې له همدې امله دغه استازي د اعتراض په توګه ارګ ته ورنغلل.

شهیدزاده و ویل، د پي پي اېس قوماندان خپلو افرادو ته د داسې چلند ویلي او له ولسي جرګې یې وغوښتل، چې دغه موضوع د یوه پلاوي په ټاکلو سره جدي وڅېړل او هغه کسان، چې د وکیلانو سره یې دغه ډول چلند کړی عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

ساحره شریف هم دا خبره تایید کړه او ټینګار یې وکړ، چې د پي پي اېس دغه چلند باید په جدي توګه وڅېړل شي تر څو په راتلونکو کې د ورته کارونو مخنیوی وشي.

خو د جرګې بل غړي ابرار الله مراد و ویل که څه هم دی د دولت ساز ټیم غړی دی، خو د ارګ پرونۍ غونډې ته نه وو، ورغلی ځکه په وینا یې وکیلان باید خپل ځای ځایګی وپېژني.

ده و ویل، چې د ارګ پروني مراسم یې د تلوېزیون له لارې کتل او لیدل یې، چې ځینې وکیلان په چکو وهلو ځان واژه، او دا مساله د یوه وکیل سره نه ښايي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په ځینو مراسمو کې د وکیلانو بې ځایه ګډون او د یو چا تشویق کول د وکیلانو سیاسي شخصیت ته زیان رسوي، چې باید ترې ډډه وکړي.

خو د جرګې رییس میر رحمان رحماني و ویل، هغه وکیلان چې پرون د ارګ مراسمو ته ورغلي و، د ارګ په مستقیم ارتباط غوښتل شوي و، او د ولسي جرګې اداري پلاوی په دې برخه کې مسوول نه دی.

نوموړي و ویل«وکیلان د جرګې له خوا ارګ ته نه وو بلل شوي، دا د پارلمان دعوت نه و، دا یو کمپایني دعوت و، نو ځکه له استازو هیله کوم، چې په یوه تلېفون په منډ ارګ ته ورنشي، خو کله چې ځیني خپله د جرګې مصوبه تر پښو لاندې کوي.»

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو د پایلو تر اعلان وروسته ولسمشر غني په ارګ کې یوه غونډه جوړه کړې او د ټاکنو د پایلو هرکلی یې  وکړ.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
 


د مطلب کود: 123413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com