مولوي قلم الدین:

طالبان به تر سبا پورې د لس ورځني اوربند په اړه پرېکړه وکړي

2 جدی 1398 ساعت 14:49

یو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، د وسله والو طالبانو مشرتابه به تر سبا پورې د لس ورځني اوربند په اړه خپل پرېکړه وکړي.


یو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین وايي، د وسله والو طالبانو مشرتابه به تر سبا پورې د لس ورځني اوربند په اړه خپل پرېکړه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي امریکایي لوري د سولې په خبرو کې له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې او د همدې لپاره د طالبانو د قطر دفتر درې کسیزه پلاوی پاکستان ته د خپل مشرتابه سره په دې اړه د سلا مشورو لپاره ورغلی دی.

ځینې سرچینو رسنیو ته ویلي، د طالبانو مشرتابه د قطر پلاوی ته د لس ورځني اوربند کولو اجازه ورکړې، او ځینې وایي، له امریکا سره یې په اوربند پرېکړه کړې، خو له افغان حکومت سره نه، ولې مولوي قلم الدین وايي، د طالبانو مشرتابه تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي نن دوشنبې د مرغومي ۲مه جمهور خبري آژانس ته وویل«پاکستان ته د قطر دفتر تللی پلاوی بېرته نه دی راغلی او طالب مشرتابه تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.»

مولوي قلم الدین زیاته کړه، چې د طالبانو مشرتابه به نن شپه یا هم سبا په دې اړه تصمیم ونیسي، چې لس ورځنۍ اوربند وکړي که نه؟

بل پخوانی طالب چارواکی سید اکبرآغا هم همدا خبره کوي، چې تر اوسه د لس ورځني اوربند په اړه طالب مشرتابه پرېکړه نه ده، کړې، خو په وینا یې احتمال لري، طالب مشرتابه له لس ورځني اوربند د اعلام سره موافقه وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال مولوي جلال الدین شینواري نن جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د سولې تړون پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د امریکا له لوري د لس ورځني اوربند غوښتنه ده.

دی وايي، امریکايي لوری لومړی لس ورځنۍ اوربند او بیا د سولې تړون لاسلیکول غواړي، خو طالبان لس ورځنۍ اوربند سولې ته د رسېدو لار نه بولي او له امریکا لومړی د تړون د لاسلیک او وروسته د دایمي اوربند غوښتنه کوي.

جمهوخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 123417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com