تر اوسه په ټاکنو تر ۵ زره شکایتونو ثبت شوي

3 جدی 1398 ساعت 8:24

د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې پنځه زره شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت شوي دي.


د ټاکنیزو شکایتونو د ثبتولو په لومړۍ ورځ څه باندې پنځه زره شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره ثبت شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ثبت شویو شکایتونو کابو څلور زره زیات یې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړی محمد قاسم الیاسي هم وايي، له ۴ زرو زیات شکایتونه د عبدالله عبدالله ډلې ورسره ثبت کړي دي.

د هغه په وینا لا دوه ورځې پاتې دي او امکان شته چې د شکایتونو شمېر تر دې هم زیات شي یا هم دومره پاتې شي، خو دا به وروسته روښانه کړي چې ټول شکایتونه په کومو کټګوریو کې راځي.

دی زیاتوي، چې زیاتره شکایتونه د ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند، لغمان او کندهار ولایتونو په تړاو شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره د شکایتونو د ثبتولو لړۍ به نن او سبا هم دوام وکړي چې لومړۍ پلټنه به یې ۱۵ ورځې وخت ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123435

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123435/

جمهور
  https://www.jomhornews.com