اروپايي ټولنه:

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د بې پرې او مسلکي پلټنه وکړي

3 جدی 1398 ساعت 8:34

اروپايي ټولنې هم د افغانستان له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي، چې د ټاکنو په تړاو ثبت شوي شکایتونو په بې پرې، مسلکي ډول او پر وخت وڅېړي.


اروپايي ټولنې هم د افغانستان له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه غوښتي، چې د ټاکنو په تړاو ثبت شوي شکایتونو په بې پرې، مسلکي ډول او پر وخت وڅېړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خپره کړې، خبرپانه کې ویلي، چې دوی هم د انتخاباتي شکایتونو په خپلواکه، مسلکي او پر وخت څېړنه کې د افغانستان د شکایتونو کمیسون ملاتړ کوي.

دغه ټولنې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان هرکلی کړی خو ټینګار یې کړی، چې د ټاکنو له قانون سره سم باید شکایتونو ته رسیدګي وشي.

د یادونې ده، چې د ټاکنو په تړاو تر اوسه پورې له پنځه زره زیات شکایتونه ثبت شوی، چې د کمېسیون په وینا د وخت له پوره کېدو سره به یې  دوی کتګوري کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د چارواکو په وینا تر ۴ زره زیات شکایتونه یوازې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم له خوا ثبت شوي.

دغه کمېسیون وايي، چې د شکایتونو د ثبت لپاره نن او سبا هم وخت شته، چې ورسره ښایي شکایتونه زیات او یا هم په همدې کچه پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123437

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123437/

جمهور
  https://www.jomhornews.com