بلخ: د طالبانو په برید کې ۱۳ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

3 جدی 1398 ساعت 9:22

ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه امنیتي پوسته ډلیز برید کړی او ۱۳ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه امنیتي پوسته ډلیز برید کړی او ۱۳ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خب له مخې سرچینه زیاتوي، چې طالبانو نن سه شنبې د مرغومي درېیمه د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په خیلي ګیلي سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت پر ګډه پوسته ډلیز برید کړی وو.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۷ سرتېري شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې برید کې د ملي امنیت درې کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 123439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com