تازه سروې:

۴۷ سلنه افغان نجونې تر ۱۵ کلنۍ مخکې ښوونځۍ پرېږدي

3 جدی 1398 ساعت 14:44

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د څېړنیز بنسټ په نوم نادولتي موسسې پلټنه ښيي، چې ۴۷ سلنه افغان نجونې د ۱۳ او ۱۵ کلنۍ تر منځ ښوونځی پرېږدي.


په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د څېړنیز بنسټ په نوم نادولتي موسسې پلټنه ښيي، چې ۴۷ سلنه افغان نجونې د ۱۳ او ۱۵ کلنۍ تر منځ ښوونځی پرېږدي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد بنسټ دغه تازه سروې نن سه شنبې د مرغومي ۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال خپره کړه وايي، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د ښوونې او روزنې له لاسته ‌راوړنو سره سره لا هم د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې ګڼې ننګونې شته.

د دغې څېړنې پایلې په کابل، بلخ، پروان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې له ۱۳۷۳ زد‌کوونکو، میندو پلرونو، ښوونکو، د پوهنې له مسؤلینو، د حج او اوقافو وزارت له مسؤلينو، د مدني ټولنې له فعالانو او د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له کارکوونکو له مرکو څخه راخستل شوي دي.

په دغه تازه پلټنه کې ښودل شوې، چې ښوونځي ته له تګ پاتې ۶۰ سلنه نجونې دي او د لوستو هلکانو پرتله د نجونو شمېر ۴۴ سلنه لږ دی.

په دغه څېړنه کې ویل شوي ۶۳ سلنه ميندې او پلرونه وايي ۵۹ سلنه نجونې له اوم ټولګي هاخوا ته په ۱۳ تر ۱۵ کلنۍ کې ښوونځی پرېږدي او ۲۶ سلنه نجونې له دغه عمر وروسته بيخي زده کړې پرېږدي.

څېرړنه وايي،۶۴ سلنه نجونې د خپلو کورنیو د نارينه‌ وو د پرېکړې له مخې زدکړې پرېږدي او ۳۶ سلنه يې د بېلابېلو لاملونو له مخې خپله نه غواړي نورې زد‌کړې وکړي.

خو ۴۸ سلنه يې جګړې او ناامنۍ، ۲۱ سلنه يې ناسم دودونه چې د ښځینه ښوونکو نشتوالی، کورني تاوتريخوالي، د ښوونځیو لیرېوالی او په لاره د نجونو ځورول کېدل پکې راځي او دغه را ۳۱ سلنه يې د کورنیو بې ‌وزلي د دغې ستونزې لامل بولي.

په دغه ناسته کې د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي دغه تحقیق تایید کړ وايي، چې د وړاندې  شویو ستونزولپاره یې یوه اندازه هڅې کړې او نورې هم کوي.

د هغه په وینا د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو پالیسي جوړول، د ښځینه ښوونځیو جوړول، ښوونکو استخدامول، سوادي زده کړو پروګرام کې ښځو ته لومړیتوب ورکول، هغوی ته روغتیايي امکانات د وزارت هڅې دي.

د پوهنې سرپرست وزیر وايي، که څه هم دا کارونه کم او محدود دي، خو په وینا هغه ستراتېژۍ کې، چې د پليکولو په حال کې ده، یو مثبت لور ته حرکت پیل شوی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 


د مطلب کود: 123458

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123458/

جمهور
  https://www.jomhornews.com