۰

د کندوز – خان آباد لویه لاره له طالبانو پاکه شوې

پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۱
کورنیو چارو وارت وايي، د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کندز – خان آباد لویه لار د طالبانو له شتون څخه پاکه او دغه ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندوز – خان آباد لویه لاره له طالبانو پاکه شوې
کورنیو چارو وارت وايي، د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې  د کندز – خان آباد لویه لار د طالبانو له شتون څخه پاکه او دغه ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن پنشنبې د مرغومي ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو چې هوايي ځواک یې هم ملتیا کوله پر دغه لویه لار په آلچین او بزقنداري کلیو کې چاڼیز عملیات تر سره کړل.

خبرپاڼه وايي، په دغه عملیاتو کې  د طالبانو د څو کلیدي غړو قاري مومن مشهور په سیار، سیف الله مشهور په شمشاد او عمر مشهور په سیار" په ګډون ۲۷ نور ترهګر طالبان وژل شوي دي.

تر دې دمخه ترهګرو طالبانو د کندز - خان اباد پر مسیر ګڼ شمېر ترورېستي بریدونه ترسره کول، چې ځینې وخت به دا لویه لاره د خلکو پر مخ تړلې وه.

د یادونې وړ ده چې په آلچین او بُزقندهاري سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۳۰ کړۍ بشکه يي ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي