د سولې تړون د جنورۍ په لومړیو کې لاسلیکېږي، د ۲۰ هېوادونه استازي یې مراسمو ته غوښتل شوي

5 جدی 1398 ساعت 10:38

طالبانو ته نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وايي، د طالبانو امریکا تر منځ د سولې تړون به د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې لاسلیک شي.


طالبانو ته نېږدې سرچینې او پخواني طالب چارواکي وايي، د طالبانو امریکا تر منځ د سولې تړون به د ۲۰۲۰ کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې لاسلیک شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي د تړون د لاسلیک مراسمو ته د ۲۰ هېوادونو استازي هم وربلل شوي، خو تر اوسه یې د لاسلیک د ځای په اړه معلومات نشته.

په ورته وخت کې پخواني طالب چارواکي وايي، په قوي احتمال سره چې د طالبانو مشرتابه د قطر دفتر استازو ته د لنډ مهالي اوربند اجازه هم ورکړې ده.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال مولوي جلال الدین شنیواري  د چهارشنبې د مرغومي ۴ مه جمهورخبري آژانس ته و ویل، په قوي احتمال سره طالب مشرتابه خپل سیاسي استازولی ته د لنډ مهالي اوربند کولو اجازه د سولې تړون له لاسلیک وروسته ورکړې ده.

د ښاغلي شنیواري په وینا د طالبانو هغه پلاوی چې پر اوربند د خپل مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، بېرته قطر ته رسېدلی دی.

نوموړی وايي، دغه پلاوی په دې برخه کې په احتیاط سره ګامونه اخلي او تر اوسه یې د اوربند کولو خبره رسنیزه کړې نه ده.

د نوموړي په وینا  په غالب ګومان،چې لنډ مهالی اوربند به د سولې تړون تر لاسلیک وروسته وشي تر څو بین الاافغاني خبرو ته لار پرانستل شي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون به کله لاسلیک شي و ویل«د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې  تړون لاسلیکېږي.»

په ورته وخت کې قطر کې  د سولې خبرو ته نېږدې سرچینو هم ویلي، چې طالب پلاوی ته د اوربند اجازه ورکړل شوې، خو دا اجازه ښايي له دریو تر شپږو ورځو وي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي وي.

بل خوا د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون د لاسلیک مراسمو ته د ۲۰ هېوادونو استازي ورغوښتل شوي دي.

که څه هم د تړون د لاسلیک کره نېټه او ځای لا نه دی معلوم، خو ګومان کېږي، چې  دغه تړون قطر او یا هم جرمني کې لاسلیک شي.

کابلوف هم ویلي، کېدای شي، د طالبانو او امریکا د سولې  تړون د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې  د قطر پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شي.

د هغه په وینا د دغه تړون د لاسلیک مراسمو ته روسیه هم غوښتل شوی او دی به د روسیې په استازيتوب په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیې ځانګړي استازي ټینګار کړی په هر شرط چې وي دی به په دغه مراسمو کې ګډون کوي، ځکه چې دا موضوع د روسیې لپاره خورا مهم ده.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 


د مطلب کود: 123496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com