ملي دفاع وزارت تاییدوي، چې بلخ ولایت کې د افغان پوځ یوه مرکز ته نېږدې موټر بم برید شوی، چې له امله یې شپږ پوځیان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن پنشنبې د مرغومي ۵ مه سهار ۴:۳۰ بجې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې شوې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، په دغه برید کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شويدي.
دفاع وزارت د برید مسوولیت په طالبانو اچولی او وايي د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونه ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو د برید په نتیجه کې اوه سرتیري ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل