ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د بدخشان ولایت مرکز فیض آباد ښار ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر او وسره پلاوی نن پنشنبې د مرغومي ۵ مه بدخشان ولایت ته سفر وکړ.
ارګ وايي، بدخشان ته د ولسمشر د سفر موخه فیض اباد کې د یوشمېر ټولګټو پروژو د پرانستلو په مراسمو کې پر ګډون سربیره، له سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او له ښځو سره جلا غونډې وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر سره په دې سفر کې د یوشمېر وزیرانو په ګډون یو پلاوی هم ملګرتیا کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل