خوست کې چاودنې پنځه ملکیان ټپیان کړي

5 جدی 1398 ساعت 12:20

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د سړک غاړې بمي چاودنې پنځه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې د سړک غاړې بمي چاودنې پنځه ولسي وګړي ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن پنشنبې د مرغومي ۵ مه د خوست ښار مجاهد څلور لاري ته څېرمه شوې  ده.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند حیدر عادل وايي، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د امنیتي ځواکونو کاروان له سیمې د تېرېدو په حال کې و.
دی وايي، په دغه چاودنه کې  پنځه تنه ولسي وګړي ټپیان شوي، خو امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د چاودنې  مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې  حال کې ده، چې نن د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه مرکز موټر بم برید شپږ سرتېري وژلي او  درې  نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي، برید طالبانو کړی، خو طالبانو یې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 


د مطلب کود: 123503

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123503/

جمهور
  https://www.jomhornews.com