۰
ازبکستان:

د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې

شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۴۴
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیزکاملوف وايي، د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او تمه ده، چې د سولې خبرې نتیجه ورکړي.
د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیزکاملوف وايي، د افغان سولې په تړاو سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او تمه ده، چې د سولې خبرې نتیجه ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کاملوف چې پرون په تاشکند کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله و ویل، چې هېواد یې د سولې تر څنګ په ټولو برخو کې له افغانستان سره خپل ملاتړ ته ژمن دی او دوام به ورکړي.

ښاغلي کاملوف زیاته کړې، چې هېواد یې تل له افغان وروڼو ملاتړ کوي، خو هیله مند دی، چې د ازبکستان هڅې هم له پامه ونه غورځول شي.

دی وايي، دا خبره ښه ده، چې د افغانستان د سولې په تړاو اوس سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او دوی هیله من دي، چې د سولې مذاکرات به ژر پایله ورکړي.

نوموړي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د مذاکراتو پیلېدو ته هم هیله مندي وښوده وايي، په افغانستان کې له ۴۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده مګر اوس نوي فرصتونه رامنځته شوي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، دا چې د جګړې ښکېلو غاړو په لومړي ځل مذاکراتو ته غاړه اېښې دا خپله د پرمختګ او هیله مندۍ ښکارندوي کوي.

هغه و ویل« موږ په دې باور یوو چې دا ناستې به بالاخره نتیجه ورکړي، له مذاکراتي ناستو پرته بله لار هم نه شته، ځکه موږ نه شو کولی چې بحران د وسلې په زور حل کړو.»

د ازبکستان د باندنیو چارو وزیر ټینګار کړي، چې د افغان سولې په اړه د ټولو ناستو هرکلی کوي او تر بل هر چا به ازبکستان د افغان سولې زیات ملاتړ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي