ملي دفاع وزارت وايي، غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۸ تنه امنیتي سرتېري په تېښته بریالي شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د مرغومي ۷ مه خپره کړې خبرپانه کې وايي، دغه سرتېرو د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې د طالبانو له یوه زندانه تېښته کړې ده.
خبرپانه وايي، دغه سرتېري چې دوه تنه یې د سیمه ییزه پاڅونواوالو غړي او شپږ تنه یې د اردو او پولیسو سرتېري دي، پرون له غرمخې مخکې ۱۱ بجې د قرباغ ولسوالۍ د موشکي په سیمه کې د طالبانو له زندان څخه په تېښته بریالي شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، په تېښته بریالي شویو سرتېرو ځان د ۲۰۳ تندر قول اردو ته ځانونه رسولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل