۰
سهیل شاهین:

زموږ پلاوی لا هم له مشرتابه سره په سلا مشورو بوخت دي

شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۲
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاین وايي، د دوی تللی پلاوی له خپل مشرتابه سره د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د سوله ییز ماحول رامنځ ته کېدو لپاره په مشورو بوخت دی.
زموږ پلاوی لا هم له مشرتابه سره په سلا مشورو بوخت دي
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهېل شاین وايي، د دوی تللی پلاوی له خپل مشرتابه سره د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره د سوله ییز ماحول رامنځ ته کېدو لپاره په مشورو بوخت دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وړاندې تر دې ځینو رسنیو او سرچینو ویلي و، چې پاکستان ته د طالبانو د قطر تللی پلاوی له خپل مشرتابه سره د لس ورځني اوربند لپاره د سلا مشورو په موخه تللی دی.

ځینو سرچینو خو لا دا هم ویلي، چې طالب پلاوی له خپل مشرتابه څخه د اوربند کولو اجازه تر لاسه کړې او پلاوی بېرته قطر ته رسېدلی دی.

د سرچینو په وینا طالب مشرتابه دغه پلاوی ته ویلي، چې د امریکا له خوا د سولې تړون تر لاسلیک وروسته دې لنډ مهالۍ اوربند ورسره وکړي.

خو اوس د طالبانو د قطر دفتر سهیل شاهین جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د دوی تللی پلاوی لا هم د خپل مشرتابه سره په
سهیل شاهین د یوې پوښتنې په ځواب کې جمهور خبري آژانس ته لیکلي«د اوس مهال لپاره مذاکراتو کې لنډه وقفه ده، زموږ د سیاسي دفتر پلاوی له مشرتابه سره د سلا مشورو لپاره تللی، تر څو د امریکا سره د سولې تړون او د هغې لپاره د مناسبې فضا په اړه مشورې وکړي، هدایت ترې واخلي، که چې پلاوی بېرته راغلی تفصیلات به له تاسو سره شریک کړم.»
سلا مشورو بوخت دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په اوربند سلا شوې که نه ویلي«هغه څه مې چې ویلي کافي دي، تاسو هم تر هغې زیات موضوع ته تفصیل مه ورکوی.»

پخوانی طالب چارواکی مولوي جلال الدین شینواري هم جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې د قطر پلاوی له خپل مشرتابه سره د سولې تړون پر ځای، وخت او دغه راز د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون کوونکو هېوادونو په دعوت کولو سلا مشورې لري.

نوموړی وايي، په نېږدې راتلونکې کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي، خو تر اوسه د اوربند په اړه توافق نه دی شوی.

د ښاغلي شینواري ټینګار وکړي، چې طالب مشران په اوربند توافق ته نېږدې شوي، خو تر اوسه یې توافق نه دی کړی.

د طالبانو د واکمنۍ د مهال لوی څارنوال په دې برخه کې له ځینو ستونزو هم یادونه وکړه، چې په وینا یې په توافقه نامه کې راغلي، چې تر لاسلیک وروسته به یو امریکايي سرتېری هم افغانستان کې نه پاتې کېږي، خو اوس امریکا ټینګار لري، چې د دوی څلور زره سرتېري باید په افغانستان کې حضور ولري.

دی وايي، احتمال لري، چې همدا اختلاف ټول څه په سره ګډوډ کړي او هېڅ څه هم تر لاسه نه شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي