۰
دانش:

سیاسیون باید د سولې لپاره سره یوه خوله او طالبان اوربند ته غاړه کېږي

شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۵
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، هېواد کې د تل پاتې سوله لپاره اړینه ده، چې افغان سیاسیون سره یوه خوله او یو موټی شي او طالبان هم اوربند ته غاړه کېږدي.
سیاسیون باید د سولې لپاره سره یوه خوله او طالبان اوربند ته غاړه کېږي
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، هېواد کې د تل پاتې سوله لپاره اړینه ده، چې افغان سیاسیون سره یوه خوله او یو موټی شي او طالبان هم اوربند ته غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې پرون جمعه د مرغومي ۶ مه کابل کې د یوې غونډې پر مهال خبرې کولې و ویل، چې سوله د هېواد لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده، خو په خواشنۍ سره چې سیاسیون په دې برخه کې سره یوه خوله نه دي.

هغه د تل پاتې سولې لپاره ټینګار وکړ، چې سیاسیون تر خپلو شخصي ګټو ملي ګټې مهمې وبولې او د سولې لپاره سره یوه خوله او یو موتی شي، تر څو د بین الاافغانی خبرو له لارې جګړه پای ته ورسېږي.

ده و ویل«موږ د افغانستان حکومت له لوري ټینګار کوو چې لومړی باید د افغانانو په مالکیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په محوریت مذاکرات پیل شي. دویم دا چې هم مهاله دې اوربند هم وشي، خو له بده مرغه په هېواد دننه د سیاستوالو ترمنځ هم د سولې په اړه واحده نظر موجود نه دی او ورځ بلې ته اختلافونه او جنجالونو ته لمن وهل کېږي.»

د دانش دغه څرګندونې د سولې د عالي شورا د رییس محمد کریم خلیلي د وړمې ورځې او دغه راز د محمد یونس قانوني د تېرو ورځو خبرو ته چې ویلي یې و، حکومت غواړي د سولې خبرې انحصار کړي غبرګون کې وکړې.

دی وايي، که طالبان اوربند وکړي، د افغانستان حکومت هم اوربند ته تیار دی خو په وینا یې ډاډه نه دی چې طالبانو ته به د هغوی بهرني ملاتړي اجازه ورکړي چې په افغانستان کې سوله وکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې حکومت په افغانستان کې تل پاتې سولې ته ژمن دی، خو په خبره یې هېڅ وخت به په تېرو لاس ته راوړنو معامله ونه کړي.

بل خوا ښاغلي دانش تېرو ټاکنو ته په اشارې و ویل، چې ټول نوماندان او ټول ښکېل اړخونه باید د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي