۰

دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ طالبان وژل شوي

شنبی ۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۲
ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۹۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزرات: په ۲۴ ساعتونو کې ۶۴ طالبان وژل شوي
ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۹۵ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د مرغومي ۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د طالبانو ضد ۱۹ ګډ چاڼیز او ۲۸ هوايي بریدونه تر سره کړي.

سرچینه وايي، دغه عملیات، په لغمان، غزني، سمنګان، بدخشان، اروزګان، هرات، بلخ، ننګرهار، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په تر سره شویو عملیاتو کې ۶۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۶ تنه ټپیان او پنځه تنه مشکوک کسان نیولي شوي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي