سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د مرغومي ۷ مه د کابل – جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په اوریاخېلو سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، دغه ترافیکي پېښه د دوه مسافر وړونکو مرسیډیز موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په یاده پېښه کې څلور تنه وژل شوي او د ۱۲ ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.
دی وايي، په وژل شویو کسانو کې دوه مېرمنې او دوه نارینه دي او ټپیان د جلال آباد مرکزي روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل