امریکایي سناتور:

د امریکا سنا باید د افغانستان د جګړې په ختمولو کې مداخله وکړي

8 جدی 1398 ساعت 8:31

د امریکا د سنا مجلس یوه غړي کرستېن جیلیبرند پر دغه جرګه غږ کړی، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مداخله وکړي.


د امریکا د سنا مجلس یوه غړي کرستېن جیلیبرند پر دغه جرګه غږ کړی، چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره مداخله وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه امریکايي سناتور ویلي افغان جګړه خورا اوږده شوه او د دې جګړې په اړه حقیقتونه پټېږي.

دی وايي، د امریکا سنا نور باید د دغه جګړې په ختمولو کې مداخله وکړي او هرڅه ورازوي، تر څو دغه اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

سناتورجیلیبرند له سنا غوښتي، چې د جګړې د پای ته رسولو، ارزولو او حقیقتونو روښانه کولو لپاره باید ځانګړې غونډه جوړه کړي.

دی زیاتوي، چې امریکایي لوړپوړي نظامیان هم د جګړې په اصلي ماهیت نه پوهېږي او هر څه په مبهمه توګه مخ ته روان دي چې باید واضح کړل شي.

امریکایي سناتور پر داسې مهال د افغان جګړې اړه د حقیقونو د پټولو په اړه څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې امریکايي ورځپاڼې هم یو لړ اسنادو په خپرولو سره ویلي و، چې لوړ پوړي امریکايي چارواکي د افغان جګړې په اړه له ولس څخه حقیقتونه پټ کړي او په دغه جګړه کې تر ډېره بې ګناه افغانان وژل شوي دي.

د دغه راپور تر خپرېدو وروسته خو ځینو سناتورانو او امریکایي سیاسیون د دې غوښتنه هم وکړ، چې له هغه کسانو چې د افغان جګړې په اړه یې حقیقتونه له خلکو پټ کړي باید پوښتنې ګروېږنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com