کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په لوګر ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزرت نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د امنیه قوماندانۍ منسوبینو له ملي امنیت ځواکونو سره په ګډه د لوګر د مرکز پل علم اړوند اسپېس او آبچکان سیمو کې عملیات وکړل.
خبرپاڼه وايي، د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰۳۲ کیلوګرامه خام چرس او ۲۴۸ کیلوګرامه بنګدانه له یوه عراده پیکپ ډوله موټر سره یو ځای نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل