په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا خاکسار له ۱۲ نورو وسله والو سره یو ځای وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پامیر قول اردو له خوا نن یکشنبې د مرغومي ۸ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان هوايي ځواکونو نن سهار د قندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ایشان توپ او قندوز ښار شاوخوا سیمو کې عملیات تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې د طالبانو د یوه مهم قوماندان ملا خاکسار په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو څو پټنځایونه او یو کرولا موټر هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:قندوز