د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه راپورونه رد کړل، چې ګڼې طالبانو په لنډ مهالي اوربند موافقه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسوشېتډپرس خبري آژانس د یو شمېر طالب مشرانو له قوله خبر ورکړی و، چې دغه ډله د لس ورځني اوربند په اړه موافقې ته رسېدلي دي.
خو د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه تازه ټوېټ کې لیکلي« ځينې رسنۍ د آوازو په اساس رپوټونه خپروي چې حقیقت نلري. البته کله چې څه وي، موږ یې حتما خپل ولس او میډيا سره شریکوو. رسنۍ دې غیر تصدیق شوي راپورونه، نه خپروي.»
د یادونې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تر یوې اوونۍ خبرو وروسته د طالبانو د قطر دفتر او مذاکراتي ټیم یو درې کسیزه پلاوی له تېرو ۱۱ ورځو راهیسې پاکستان کې دی، چې له خپلو مشرانو سره د لس ورځي اوربند په اړه سلا مشورې وکړي.
که څه هم په دې موده کې په وار وار راپورونه خپاره شول، چې ګنې طالب مشرتابه دغه پلاوی ته د اوربند کولو اجازه ورکړې، خو د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې هم
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې په دې اړه لا هم سلا مشورې روانې دي او هر وخت چې خبرې نهايي شوې دوی به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل