۰
تخار کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۵
په شمال کې د پوځ چارواکي تخار ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۲۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په شمال کې د پوځ چارواکي تخار ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۲۲ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو خبرپاڼه وایي، دغه برید پرون یکشنبې د مرغومي ۸ مه د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې په طالبانو شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې هوايي برید کې د قاري حسن ګروپ ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دی.

خبرپاڼه وايي، په برید کې د طالبانو یو رنجر موټر، شپږ عرادې موټر سایکلونه او دوه مرکزونه هم له منځه وړل شوي دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي