ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل د د ځینو مخالفتونو سره سره د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کمېسیون رییس محمد حسن شریفي بلخابي د دغه وزارت د تشکیل طرحه نن دوشنبې د مرغومي ۹ مه د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړه.
بلخالي و ویل، چې په دغه طرحه په ګډ کمېسیون کې جدي حقوقي او منطقي بحث شوی او په اړه یې دوه نظرونه، موافق او مخالف وجوړ لري.
د هغه په وینا د جرګې لس کمېسیونونه د دې طرحې سره موافق و او ویل یې چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت اړین دی، خو پنځو کمېسیونونو یې مخالفت وکړ.
د مخالفینو له ډلې د جرګې د مرکزي تفتیش کمېسیون غړې فاطمې کوهستاني و ویل، ولسمشر په دغه طرحه کې په تقنني فرمان سره د اداري واحدونو د تشکیل صلاحیت نقض کړی او دا کار د اساسي قانون د ۷۹ مادې خلاف دی.
د هغې په وینا د قانون په دغه ماده کې ویل شوی، چې ولسمشر د هغه فرمان د صادرولو واک نه لري، چې مالي لګښت له ځان سره ولري.
نوموړې و ویل، په دغه فرمان کې څلور ځایه اساسي قانون نقض شوی او که چېرې وکیلان رښتیا د اساسي قانون ساتونکي وي، نو باید دغه فرمان رد کړي.
دا وايي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل به یوه پېړۍ نور هم د افغانستان په جګړه کې ساتل شوی وي.
د جرګې بل غړي غلام حسین ناصري هم و ویل، چې په دولت کې تشکیلاتي تورم دا نه ایجابوي، چې دغه ډول یوه بله اداره دې هم جوړه شي.
دی وايي، که د سولې عالي شورا کارنده نه وي، نو حکومت باید لومړۍ هغه لغوه اعلان کړي او وروسته له هغې نوې اداره جوړه کړي.
خو د دغه طرحې موافق غړي فاروق نظري و ویل، چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت جوړېدل یو اړین کار دی.
نوموړي زیاته کړه، که چېرې د اساسي قانون ماده معیار وي نو بیا په اساسي قانون کې د ملي یووالي حکومت د رامنځ ته کول په کوم ځای کې دي.
هغه ټینګار وکړ، د دې لپاره چې د سولې چارې ښې او ګړندۍ په مخ ولاړ شي، اړتیا ده، چې دغه ډول یوه اداره باید وجود ولري او د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریاست بودجه د ورته ځانګړې کړی شي.
ده و ویل، د دې کار یوه بله ګټه دا هم ده، چې تر دې وړاندې د سولې عالي شورا د ولسي جرګې پر وړاندې ځواب ویونکې نه وه، خو که وزارت جوړ شي، نو ځواب ویونکی به وي.
د جرګې بل غړي ګل احمد کمین هم ورته څرګندونې وکړې ویې ویل، چې د دغه ډول ادارې رامنځ ته کولو نه یوازې په ملکي کچه بلکې، په نړیواله کچه یوه اړتیا ده او کولی شي د سولې په تړاو نړیوالې مرستې راجلب کړي.
په پای کې د جرګې رییس میررحمان رحماني د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تشکیل په اړه د ولسمشر تقنني فرمان رایې ته وړاندې کړ، چې د رایو په اکثریت سره تصویب شو.
د یادونې ده، چې د جرګې په نن غونډه کې ۱۴۶ تنه وکیلان حاضرو چې له ۱۶ تنو پرته نورو ټولو دغه تقنني فرمان ته د تایید رایه ورکړه.
دا هم باید و ویل شي، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت درې میاشتې وړاندې د حکومت له خوا رامنځ ته او د سولې د عالي شورا د دارالانشا ریاست ځینې برخې یې ور انتقال کړې.
جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني