۰

جوزجان کې ۱۴ افغان سرتېري وژل شوي دي

دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۳
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو به برید کې ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جوزجان کې ۱۴ افغان سرتېري وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې جوزجان ولایت کې د وسله والو طالبانو به برید کې ۱۹ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه (د مرغومي ۸مه) د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په حیدر آباد کلي کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی دی.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر تاییدوي، چې د طالبانو په دغه برید کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دی.

د هغه په وینا په دغه جګړه کې ۷ وسله وال طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو هم د جګړې پخلی او د ۱۵ سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پاڅونوالو د یوه قوماندان ملک تاتار په مرکز هم د طالبانو په برید کې ۱۷ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي