وحید عمر:

د سولې د مذاکراتو لپاره یو کوچنۍ او ټول شموله پلاوی ټاکل شوی دی

9 جدی 1398 ساعت 12:59

په عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو جامع او ټول شموله پلاوی ټاکل شوی دی.


په عامه اړیکو او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره یو جامع او ټول شموله پلاوی ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمر دغه څرګندونې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي او ویلي یې دي، چې دغه پلاوی به له ټولو اقشارو څخه استازیتوب کوونکی وي.

هغه لیکلي«که څه هم د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی کوچنی دی خو د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب به پکې وي.»

وحید عمر هغه څرګندونو ته په غبرګون کې، چې ګڼې حکومت هڅه کوي د سولې خبرې خپل انحصار کې واخلي هم غبرګون ښودلی وايي، حکومت د سولې پلوی او لیست یې نه پټوي.

نوموړي زیاته کړې د افغانستان حکومت د سولې خبرو ته خپل أاوی له هغې وروسته استوی او لېست یې شریکوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه لاسلیک او طالبان اوربند وکړي.

د ولسمشر ستر سلاکار وحید عمر د طالبانو د اوربند د اوازې په اړه ویلي، کابل په دې هکله نظر نه لري، خو اوربند یې د مذاکراتو لپاره شرط دی.

وحید عمر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي د راتلونکي میلادي کال د لومړۍ میاشتې په لومړیو کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تړون لاسلیک شي.

له دې سره تر څنګ دا راپورونه هم خپاره شول، چې ګڼې طالبانو په خپل منځ کې پر دې توافق ته رسېدلي، چې لس ورځنۍ اوربند اعلان کړي.

خو قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین دا راپورونه رد کړې دي، خو وايي، د دوی پلاوی لا هم په دې اړه په مشورو بوخت دی او هر کله چې خبره نهايي شي، دوی به خپل دریځ اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com