امریکا په بېړنۍ توګه عراق ته اضافي سرتېري لېږي

11 جدی 1398 ساعت 8:00

د امریکا متحده ایالاتو په بېړني ډول عراق ته د ۷۵۰ اضافي سرتېرو لېږولو پرېکړه کړې او دغه راز به راتلونکو ورځو کې هم هم ولېږي.


د امریکا متحده ایالاتو په بېړني ډول عراق ته د ۷۵۰ اضافي سرتېرو لېږولو پرېکړه کړې او دغه راز به راتلونکو ورځو کې هم هم ولېږي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې امریکا دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې پرون د عراق پلازمېنه بغداد کې لایون کوونکو د امریکا په سفارت یرغل وروړ.

امریکا په دغه کار کې ایران ښېکل بولي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ایران د سیمې په کشمکشونو کې لاس لري او دغه برید کې هم د دغه هېواد لاس و.

د امریکا په سفارت تر یرغل وروسته د دفاع وزیر مارک ایسپر په یوه بیان کې ویلي، هماغسې چې په بغداد کې ولیدل شول د امریکايي پرسونل او تاسیساتو پر ضد د زیاتېدونکو خطرونو په ځواب کې د احتیاطي تدابیرو لپاره دا ځواکونه استوي.

نوموړي زیاته کړې، چې  د امریکا متحد ایالتونه به د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو خلکو او ګټو ساتنه وکړي.

د یادونې ده، چې پرون په بغداد کې لاریونوالو د امریکا د سفارت پر ودانۍ ورغلل چې په مقابل کې یې امنیتي ځواکونو او د سفارت ساتونکو د اعتراض کوونکو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز کار واخیست.

اعتراض کوونکي د امریکا پر هغو وروستیو هوايي بمباریو غوسه دي چې په کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو ۲۵کسان ووژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com