ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د لسګونه وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو ضد ۲۲ ګډ یرغلیز او ۱۶ هوايي عملیات د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
سرچینه وايي، دغه عملیات په فاریاب، هرات، تخار، غزني، زابل، کنړ، بغلان، هلمند، کندهار او څو نورو ولایتونو کې تر سره شوي دی.
دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې ۷۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۹ تنه نور ټپیان او د ۱۳ شکمنو کسانو په ګډون ۱۵ تنه نیول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل