۰
د بشري حقونو کمېسیون:

په ۲۰۱۹ کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی و

چهارشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په ۲۰۱۹ کال کې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی.
په ۲۰۱۹ کې بشري وضعیت نور هم خراب شوی و
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په ۲۰۱۹ کال کې د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون وایي، تېر میلادي کال کې نه یوازې دا چې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی نه دی، بلکې خراب شوی دی.

د دغه کمیسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور وایي، جګړې او نا امنۍ د بشري حقونو د وضعیت خرابوالي اصلي لاملونه دي.

په ورته وخت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا هم وایي په افغانستان کې بشري وضعیت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوی دی.

دغه اداره جګړه او تاوتریخوالی د بشري وضعیت د خرابوالي مهم لاملونه بولي او هیله لري چې روانې جګړې پای ته ورسېږي.

اوچا  ویلي، دوی په نوي ۲۰۲۰ز کال کې ۷۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري څو له اووه سوه میلیونه اړمنو افغانانو سره لومړنۍ مرستې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي