د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب تېر ۲۰۱۹ز کال د افغانستان لپاره له ستونزو، خنډونو او پرمختګونو ډګ کال بللی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي محب په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د سولې لپاره پراخې هڅې وشوې چې لا هم سوله د افغان حکومت لپاره مهمه ده.
نوموړي زیاته کړې، ټول افغانان د دې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او سوله راشي.
د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، د سولې تر څنګ د عامو افغانانو او جمهوریت ساتل هم د افغان حکومت لومړیتوب دی او په هېڅ قیمت به پر دې ارزښتونو معامله و نه کړي.
ښاغلي محب په امنیتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو خبره هم کوي وایي، په امنیتي ادارو کې مهم او ارزښتناک بدلونونه راغلي چې ورسره سم دغه ادارې د پخوا په پرتله پیاوړې شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل