د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، دغه اداره په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۷۳۳ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ادارې ویلي، څه باندې ۷ میلیونه افغانان چې اوږدې جګړې او طبعیي پېښو اغزمن کړي مرستو ته مجبور دي.
د دغه ادارې د راپور په اساس روان میلادي کال به ۹.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې دا د افغانستان د نفوس کابو درېیمه برخه تشکیلوي.
د اوچا په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان د ژوند کولو لپاره یو له خطرناګه هېوادونو دی، چې وګړی یې هره ورځ له چاودونو، بریدونو او بمباریو له ګواښ سره مخ دي او مرګ ژوبله یې د رواني او جسمي اختلافاتو لامل کېږي.
اعلامیه وایي، وېرې تاوتریخوالي، په پرله پسې ډول بېځایه کېدل او د پورونو زیاتوالي افغانان بېوزله کړي او له حالاتو سره یې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او هغوی یې اړ کړي چې منفي اعمالو ته مخه کړي.
د ملګرو ملتونو له نظره په افغانستان کې روانه جګړه لا هم د افغانانو د بېځایه کېدو اصلي لامل دی.
خو دا هم وايي، د اقلیم د بدلون له امله افغانستان د طبیعي پېښو له جدي ګواښونو سره مخامخ دی او په لویه کچه د افغانانو د بېځایه کېدو لامل کېږي.
ملګرو ملتونو تېر میلادي کال په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د بشري مرستو لپاره د ۶۱۲ میلیونه امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل