د منشي په مشرۍ د ولسي جرګې د عمومي غوندې پیل لانجمن شو

11 جدی 1398 ساعت 13:22

د ولسي جرګې د نن چهارشنبې مرغومي ۱۱ مې عمومي غونډه په غیر قانوني د رییس او مرستیالانو د نشتوالي په صورت کې د جرګې د منشي په مشرۍ پرانستل شوه.


د ولسي جرګې د نن چهارشنبې مرغومي ۱۱ مې عمومي غونډه په غیر قانوني د رییس او مرستیالانو د نشتوالي په صورت کې د جرګې د منشي په مشرۍ پرانستل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د قانون پر بنسټ یوازې د جرګې رییس او د هغه دوه مرستیالان کولی شي عمومي غونډې پیل کړي خو د نن غونډه د اصولو او قانون خلاف د جرګې د منشي محمد کریم اتل له خوا پیل شوه.

د غونډې له پیل کېدو څو دقیقې وروسته د ولسي جرګې د دارالانشا له خوا خپرونې هم پرې شوې، خو له دوه ساعته ځنډ او د لومړي مرستیال امیرخان یار له راتګ وروسته نشرات بېرته پیل شول.

همدا موضوع د جرګې د نن په غونډه کې لانجې راپوروته کړې او ځینو وکیلانو په دې کړنه سختې نیوکې وکړې او د جرګې رییس او مرستیالان یې په نه پاملرنې تورن کړل.

د کابل استازي غلام حسین ناصري و ویل، دا چې رییس او مرستیالان یې نه و، نو د ځینو وکیلانو په غوښتنه منشي محمد کریم اتل غونډه پرانسته.

دی وايي، که څه هم دغه کار د داخلي اصولو د ۱۱ مادې خلاف کار دی خو دا هم د قانون خلاف کار دی، چې رییس او مرستیالان یې د جرګې اجنډا ته اهمیت نه ورکوي.

ناصري زیاتوي، چې د نن په اجنډا کې درې مهم موضوعات په پام کې نیول شوي و، خو د غوندې په ځنډ پیل او د نصاب نه تکمیل د دې لامل شو، چې دغه اجنډاوې په ځای پاتې شي.

باید و ویل شي، د جرګې منشي محمد کریم اتل د تقنین د کمېسیون د مشر نذیر احمد حنفي په ټينګار سره د جرګې ریاست په غاړه واخیست.

نوموړي و ویل، په اساسي قانون کې د جرګې رییس، دوه مرستیالان او دوه منشي د اداري پلاوي په توګه یاد شوی دي نو ځکه منشي کولی شي، چې د رییس او مرستیالانو په نه شتون کې د جرګې ریاست په غاړه واخلي.

په ورته وخت کې د جرګې بل غړي عبدالقادر قلات وال اداري پلاوی په نه همغږۍ تورن کړ ویې ویل، یوه نیمه میاشت کېږي، چې د جرګې دوهم مرستیال عمومي غونډو ته نه حاضرېږي.

د جرګې بل غړي رمضان بشر دوست هم دې ستونزې ته اشاره وکړه  اوله وکیلانو یې وغوښتل، چې اداري پلاوی په ځانګړي ډول رییس او مرستیالان یې باید د کم کارۍ له امله لرې کړای شي.

ښاغلي بشردوست و ویل، ادارې پلاوی په تېرو ۸ میاشتو کې کله هم د هېواد ملي ګټې په پام کې نه دي نیولې، بلکې ملي خیانت یې کړی او په پرلپسې ډول یې اساسي قانون تر پښو لاندې کړې دی.

نوموړي همدې ته په اشارې له وکیلانو وغوښتل، چې یو ثلث یې باید د رییس او مرستیالانو د لرې کولو وړاندیز وکړي او دوه ثلث یې باید دغه وړاندیز تایید او هغوی لرې کړي.

رمضان بشردوست و ویل، چې دغه په لیکلي ډول دغه وړاندیز چمتو کړی او د جرګې له غړو یې وغوښتل، چې د جرګې د حیثیت ساتلو په خاطر دې دغه وړاندیز لاسلیک کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 123658

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123658/

جمهور
  https://www.jomhornews.com