شمالي کوریا: ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه وسله نړیوالو ته ور وپېژنو

12 جدی 1398 ساعت 9:03

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جون اونګ وايي، ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.


د شمالي کوریا ولسمشر کېم جون اونګ وايي، ډېر ژر به یوه ستراتېژیکه او بې جوړې وسله نړۍ ته ور وپېژني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اون ویلي له دې وروسته یې هېواد اړ نه دی، چې د وسلو د کنټرول او پراختیا د مخنیوي قانون ته ژمن پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې، چې نړیوالو ورسره په کړو ژمنه وفا ونه کړه، نو دوی هم د خپلو وسلو پراختیا ته ادامه ورکوي، او ډېر ژر به داسې ستراتېژیکه وسله وال نړیوالو ته وروپېژني، چې ساری ونه لري.

که څه هم د شمالي کوریا ولسمشر دا نه دي ویلي چې څه ډول وسله به نړیوالو ته وروپېژني خو تر دې وړاندې یاد هېواد تر ډېره بالستیکي توغندي جوړوي.

د یادونې ده، چې د کېم جون اونګ دغه تازه څرګندونو ته امریکا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 123668

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123668/

جمهور
  https://www.jomhornews.com